کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلی، چې سویس هېواد د افغانستان د بشری مرستو له صندوق سره د ۱.۷ میلیونه ډالرو په اندازه مرسته کړې ده.
د خبر پر بنسټ اوچا د یادې مرستې هرکلی کړی او ویلی یې دی، چې دغه هېواد له ۲۰۱۶ زېږدیز کال راهیسې له افغانستان سره ۱۸ میلیونه فرانکه مرسته کړې.
دوه ورځې وړاندې ایسلنډ هم له دغه صندوق سره د ۴۰ میلیونه کرون مرسته کړې وه.
د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸.۸ میلیونه خلک بشری مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ