کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری۲۶ نېټه):
سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابی ویلی، چې د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.
د محرابی په وینا، دغه ګټه کولی شی د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ګټوره تمامه شی.
د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق غړی وایی، دغه صندوق په افغانستان کې د نغدو پیسو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هواروی.
بلخوا سرپرست حکومت یو ځل بیا له امریکا غوښتی، چې د افغانستان شتمنی په بشپړ ډول آزاده کړی.
د افغانستان امانی صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په سویس کې جوړ شو.
په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالره کنګل شوی، چې له دې منځه اووه میلیارده یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کیږی او واشنګټن د دغو پیسو د درې اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره په سویس کې صندوق جوړ کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ