سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې په سویس کې د افغانستان یوه برخه شتمنیو د ۱۴۰۱ کال وږی میاشتې راپدیخوا تر دې دمه ۱۵۵ میلیونه ډالره ګټلی دی.

د راپور پر بنسټ، د دغه صندوق د مدیره پلاوی غړی شاه محمود محرابی ویلی، یاد صندوق چې د افغانستان ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره په کې ساتل کیږی، د بشرپالو نوښتونو لپاره نه، بلکې د اقتصادی موخو لپاره جوړ شوی دی.

د اقتصادی چارو یو شمېر شنونکی وایی، په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق د افغانیو په ثابت ساتلو او اقتصادی وده کې باید ولګول شی، خو سرپرست حکومت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتی، چې د افغانستان شتمنی آزاده کړی.

د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان ۹ میلیارده ډالره شتمنی په امریکا او اروپایی هېوادونو کې کنګل شوې، چې له دې منځه بیا شاوخوا درې نیم میلیارده ډالره یې په سویس کې ساتل کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.