کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
سویډن هېواد د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې خپلو اتباعو ته اجازه ورکړې، چې د نورو په ځانګړی توګه د مسلمانانو نظرونو ته سپکاوی وکړی.
که څه هم تر دې وړاندې ترکیې له سویډن هېواد څخه غوښتنه کړې وه، چې د خپل هېواد په لاریونونو کې د قرآن کریم د سوځولو اجازه لغوه کړی، خو د دغې غوښتنې نه منلو په دوام په سویډن هېواد کې یو ښی اړخی افراطی سیاستوال قرآن کریم ته اور ورته کړ.
د ترکیې او ګڼ شمېر نورو مسلمانو هېوادونو له لوری دغه پېښه په کلکه غندل شوې او د ده هېواد د چارواکو غوښتل شوی، چې لاریونونو او نورو کړنو کې د قرآن کریم د اهانت او سوځولو پېښه د جرم په توګه قانون وګرځوی.
سویډن حکومت تر اوسه د اسلامۍ نړۍ دغو غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ