سوېډن کمېټې د سرپرست حکومت په وروستۍ پرېکړې غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د افغان حکومت له‌ خوا افغانستان کې د سوېډن د اړوندو ټولو بنسټونو تړل کېدو پر پرېکړې غبرګون وښود.
د خبر پر بنسټ د سوېډن کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر دې موضوع د مذاکرو هڅه کوی، څو د خپلې پرېکړې په باب وضاحت ورکړی؛ ځکه دغه پرېکړه د سوېډن کمېټې فعالیتونه هم اغېزمنوی.
د سرپرست حکومت ویاند تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلی، چې په سوېډن کې د قرآن کریم د توهین په غبرګون کې د دوی حکومت په افغانستان کې د سوېډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو بندېدو امر کړی دی.
د سوېډن کمېټه وایی، دوی د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې شاوخوا اته زره افغان کارکوونکی لری او دوی د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.