سوېډن کې د قران سوزېدو ته د ا.ا.ا غبرګون؛ عاملانو ته دې سخته سزا ورکړل شی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) اسلامی امارت د سوېډن په لینکوپینګ ښار کې د قران کریم د نسخې سوزولو ته په غبرګون کې ویلی، چې دا د اسلام ضد چاره ده او دوی یې په کلکو ټکو غندی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سوېډن له دولت غوښتی چې د پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړی.
خبرپاڼه همدا شان وایی چې یاد هېواد دې د ټولو هغو پېښو مخه ونیسی چې له امله یې د اسلامی شعایرو ته سپکاوی کېږی.
بیان زیاتوی که ورته افراطی کارونه دوام ومومی، له امله به یې د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو احساسات را وپارېږی، چې د ټولې نړۍ لپاره به بدې پایلې ولری.
افغان حکومت په ټینګار ویلی دا د سوېډنی دولت کار دی، چې په خپل هېواد کې د ورته شریرو کارونو مخنیوی وکړی.
په ډېرې عربی او نورو اسلامی هېوادونو کې په سوېډن کې د اسلامی شعایرو د سپکاوی دغې چارې پر ضد اعتراضونه راپورته شوی او خبر ورکوی چې ورته عملونه دې بند شی که نه بدې پایلې لرلی شی.
وړمه ورځ د سوېډن په لینکوپینګ ښار کې یوې ډلې د قرآن کریم یو نسخې ته اور ورته کړی و او د قرآن سپکاوی یې کړی و.
تر د وړاندې هم په سوېډن کې ورته پېښه شوې وه او په فرانسه کې د محمد صلی الله علیه وسلم د شان سپکاوی شوی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.