ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۷مه او د اپرېل ۶مه نېټه ده) د چین هېواد CNPCI بین المللی شرکت لېواله دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.
د دغه شرکت مشر هن ریومن دا څرګندونې د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالسلام حنفی سره په کتنه کې کړی.
د دولت د چارو ادارې په خبره، په افغانستان کې ټینګ شوی ډاډمن امنیت له کبله هن ریومن دلته پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
ملا حنفی هغه ته ډاډ ورکړی چې ا.ا د هر ډول اقتصادی فعالیتونو په تېره بیا په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره همکارۍ ته چمتو دی.
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، په افغانستان کې تر ټولو ډېر پانګه اچونې ته لېواله دی او په دې برخه کې یې په وار وار اسلامی امارت سره خبرې کړی دی.
گهیځ