سټنډرډ ملی اداره وایی، ایران دې د نیوکو پرځای د صادراتی توکو کېفیت سم کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲   نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان سټنډرډ ملی ادارې د ایران د نفتی محصولاتو د ټولنې د رییس احمد معروف خانی هغه څرګندونې رد کړې چې ویلی یې وو، افغانستان په پولو کې د نفتو د کېفیت کتلو کومه وسیله نه لری او دوی د خپلو تعریفونو‌ له مخې ځینې جوپې بېرته ایران ته راګرځوی.

یادې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، د افغانستان سټنډرډ ملی اداره د هېواد په ټولو بندرونو کې د نفتی توکو فعال لابراتوارونه لری، چې د متخصصو کسانو له لوری کنټرولیږی.

خبرپاڼه کې ویل شوی، ټول هغه توکی چې د دې ادارې په معیار برابر نه وی، دوی به یې هېڅکله هېواد ته د واردولو اجازه ور نه کړی.

د دغې ادارې مسوولینو له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه غوښتۍ، چې د بې بنسټه نیوکو پرځای دې د خپلو صادراتی توکو کېفیت ته پاملرنه وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.