کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې یو وار بیا خبر ورکړی، چې ایران ته یې ۲۳ ټانکره نور بې کېفیته تېل ورګرځولی دی.
دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهی بندر له لارې یې یاد ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
دغې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ