کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی، افغانستان کې د سړې هوا څپې خپرېدو سره د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د یوه ویډیویی پیغام په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې د وضعیت خرابوالی څخه د مخنیوی لپاره لا زیاتو بشردوستانه مرستو ته اړتیا ده.
سره صلیب دغه ویډیویی پیغام کې وړاندې ویلی، چې ډېری افغانان د اقتصادی ستونزو له امله د خپلو کورونو د ګرمولو توان نه لری.
د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د وروستیو شمېرو له مخې سړې هوا افغانستان کې تر دا دمه ۱۶۶ تنو ژوند اخیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ