کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې روان لمریز کال په هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیونه هکتاره ځمکې غنم کرل شوي.
د دوی په وینا له دغې اندازه ځمکې تر ۵ میلیونه مټریک ټنو پورې غنم ترلاسه شوي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت په خبره افغانستان دامهال ټولټال ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څخه یوازې ۵ میلیونه ټنه یې هېواد کې د ننه تولیدیږي او څه باندې یونیم میلیون ټنه نور باید له بهره وارد شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/