سږکال هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې روان لمریز کال په هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیونه هکتاره ځمکې غنم کرل شوی.

د دوی په وینا له دغې اندازه ځمکې تر ۵ میلیونه مټریک ټنو پورې غنم ترلاسه شوی، چې دا د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیی.

د یاد وزارت په خبره افغانستان دامهال ټولټال ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لری، چې له دې ډلې څخه یوازې ۵ میلیونه ټنه یې هېواد کې د ننه تولیدیږی او څه باندې یونیم میلیون ټنه نور باید له بهره وارد شی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربی اماراتو څخه د ۱،۶ میلیونه ډ‌الرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوی دی.

 

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.