سږ کال به د ننګرهار کانال د زیتون له حاصلاتو ۳۰ ټنه اچار تولید شی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت مسوولین وایی، سږ کال به د اټکل له مخې د ننګرهار کانال له څلورګونو فارمونو د زیتونو له راټولو شویو حاصلاتو شاوخوا ۳۰ ټنه اچار ترلاسه شی.

د دغه شرکت ویاند ویلی، تېر کال له څلور ګونو فارمونو ۱۲ ټنه اچار تر لاسه شوی وو.

نوموړی د زیتونو د اچارو زیاتوالی لامل پر وخت د زیتونو بڼونو پالنه، تخنیکی چارې او نور فعالیتونه یادوی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی د زیتونو تېل او اچار د بهرنیو هغو په پرتله غوره ګڼی، خو وایی نرخونه یې باید راکم شی او دغه راز باید د هېواد نورو بازارونو ته هم ولېږدول شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.