کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، سږ کال هېواد کې نږدې ۴۵۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، روان کال کې یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو سروې ترسره کړې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه ډېروالی راغلی او تر ټولو ډېرې وریجې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) په کندز، ۱۰۷ زره مټریک ټنه په تخار، څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه په بغلان، نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه ننګرهار او نږدې ۲۴ زره مټریک ټنه په کونړ او بلخ ولایتونو کې تولید شوې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/