کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، سږ کال هېواد کې نږدې ۴۵۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، روان کال کې یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو سروې ترسره کړې، چې له مخې یې په ټول هېواد کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دی.
سرچینې زیاته کړې، د دې سروې ارقام ښیی چې د تېر کال په پرتله د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه ډېروالی راغلی او تر ټولو ډېرې وریجې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) په کندز، ۱۰۷ زره مټریک ټنه په تخار، څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه په بغلان، نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه ننګرهار او نږدې ۲۴ زره مټریک ټنه په کونړ او بلخ ولایتونو کې تولید شوې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ