کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې یا “Save the Children” ویلي، ۱۵سوه افغان ماشومان په وروستیو خونړیو سېلابونو کې بې کوره شوي دي.
دې موسسې پرون یوه اعلامیه کې ویلي، د ننګرهار، کونړ او لغمان په هغو ولسوالیو کې چې توپانونه او بارانونه شوي، لږ تر لږه اته نیم لکه ماشومان ژوند کوي.
د دې ادارې په خبره له دې ډلې د ۱۵ سوو ماشومانو کورونه ړنګ شوي او اوس بې کوره پاتې دي.
دې ادارې اندېښنه ښودلې چې په ختیځو سیمو کې دا طبیعي پېښې دوه میاشتې وروسته له هغه وشوې، چې په بغلان او نورو ولایتونو کې مرګونو سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ – ژوبله واړوله چې لویه برخه یې ماشومان وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/