کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې یا “Save the Children” ویلی، ۱۵سوه افغان ماشومان په وروستیو خونړیو سېلابونو کې بې کوره شوی دی.
دې موسسې پرون یوه اعلامیه کې ویلی، د ننګرهار، کونړ او لغمان په هغو ولسوالیو کې چې توپانونه او بارانونه شوی، لږ تر لږه اته نیم لکه ماشومان ژوند کوی.
د دې ادارې په خبره له دې ډلې د ۱۵ سوو ماشومانو کورونه ړنګ شوی او اوس بې کوره پاتې دی.
دې ادارې اندېښنه ښودلې چې په ختیځو سیمو کې دا طبیعی پېښې دوه میاشتې وروسته له هغه وشوې، چې په بغلان او نورو ولایتونو کې مرګونو سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ – ژوبله واړوله چې لویه برخه یې ماشومان وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ