سیلابونو د بغلان برکې ولسوالۍ څه باندې ۶ زره کورنۍ د څښاک اوبو له نشتون سره مخ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری۲۶ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت برکې ولسوالۍ د لاندې او بره فلول دَرې اوسېدونکی خلک شکایت کوی، چې د وروستیو اورښتونو او راوتو سېلابونو له امله څه باندې ۶ زره کورنۍ په دغه دره کې د څښاک پاکو اوبو له نشتون سره مخ شوی.
د برکې ولسوالۍ اوسېدونکو ویلی، چې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو خوړونه له ریګونو ډک شوی او هاغه دوه ژرندې اوبه چې د غرونو له چینو لاندې او بره فلول ته راتلې، اوس په ریګونو کې ورکیږی او خلکو ته نه رارسیږی، چې دې چارې مېشتې ۶ زره کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
د خبر له مخې ځایی مسوولینو بیا ډاډ ورکړی، چې د دوی کسان یادې سیمې ته تللی او د دغو ستونزو د ژر حل لپاره یې یو پلاوی هم ټاکلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.