سیمه او نړۍ د ترهګرۍ او تاوتریخوالی په شومو منګولو کې!

پداسې حال کې چې له اوږدو کلونو راپدېخواه د آسیا لویه وچه او زمونږ اړوند سیمه د تاوتریخوالی او جګړو یوې شومې لړۍ په سر اخیستی په وروستیو کې د روسیې او اوکراین جګړې یوې خواته او د سیمې په ګڼو نورو هېوادو کې ترهګریزو بریدونو بل خواته، دلته د خلکو د اوسېدو لپاره زمینه ورځ تر بلې تنګه کړې ده او د امریکا تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې چې پر خوارو او مظلومو فلسطینیانو د اسراییلو د عامه وژنې کومه وحشیانه لړۍ خوره شوې، دغه بد مرغی یې لا نوره هم زیاته کړې ده.

تېره جمعه د روسیې په پلازمینه مسکو کې د موسیقۍ پر یوه محفل وسله وال برید کم تر کمه ۱۴۰ تنه ووژل او په سل ګونه نور یې هم ټپیان کړل او په سیمه کې یې د ویرې او ترهرې یوه درنه فضا خوره کړه، د مسکو دا پېښه چې د داعش په نامه وسله والې ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته د افغانستان په کندهار ولایت کې د همدې ډلې (داعش) ترځانمرګی برید سملاسی وروسته وه چې د یوه بانک پر مراجعینو وشوه او دلته یې هم درنه مرګ ژوبله پر ځای پرېښوده.

هغه څه چې د دې دواړو بریدونو تر مینځ مشترک ټکی ګڼل کېږی په دغه دواړو هېوادو (روسیه او افغانستان) کې د داعش په نامه وسله وال فعالیتونه او خونړی بریدونه دی چې نه یوازې دغه دواړه هېواده، بلکې د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه یې له خطر او ګواښ سره مخ کړی دی او په سیمه کې یې نا امنۍ او بې ثباتۍ ته زور ورکړی دی.

همدارنګه زمونږ د ګاونډ دوه نور نژدې هېوادونه؛ لکه: پاکستان او ایران چې په خپله هم د نورو هېوادو د حکومتونو پر خلاف، په تېره بیا د افغانستان لپاره د مخالفو وسله والو په روزلو او پاللو کې لوی لاس لری، د داعش په نامه له مجهولو وسله والو بریدګرو سره مخ دی او پر ځایی مخالفو وسله والو سربېره، دغه ډول بریدونه هم هره ورځ په دغه ملکو کې له ملکی وګړو قربانی اخلی او عامه تأسیسات ورانوی.

پدې کې هېڅ شک نشته چې د امریکا په ګډون ګڼ نور لویدیځوال هېوادونه او قوتونه داسې دی چې هڅه لری په خپلو رقیبو هېوادو کې وسله وال مخالفین وروزی او وپالی، دا لړۍ ډېر ځله یوازې د رقیبو او مخالفو هېوادو لپاره نېغ په نېغه هم نه وی، داسې هم کېږی چې لوی استعماری قوتونه؛ لکه: امریکا، بریتانیا او ورته هېوادونه، په سیمه کې د خپلو استعماری ګټو د ساتنې او پالنې په موخه د یوه او بل هېواد سیاسی او پوځی مخالفین د هغوی په ګاونډ کې ورته ساتی، روزی یې او پیاوړی کوی یې.

او دا هغه استعماری شومه لوبه ده چې له لسیزو لسیزو را روانه ده او که مسلمانان سره را وېښ نه شی او لویو لویدیځوالو قوتونو او پردیو هېوادونو د دې ډول استعماری لوبو په موخه ځان پوه نه کړی، یو په بل پسې به د همدې ډول لوبو ښکار ګرځی.

پدې مینځ کې نن د اسلامی نړۍ او اسلامی امت تر ټولو ستره غمېزه دا هم ده چې د پردیو یرغلګرو او د خپلو ازلی دښمنانو د توطیو او دسیسو ښکار ګرځی، د دې پرځای چې هر اسلامی هېواد د خپلو ولسونو او خپلو وګړو د خیر ښېګڼې په اړه فکر وکړی او ګرده اسلامی نړۍ او ټول اسلامی امت لکه د اسلام د مقدس دین د لومړیو پېړیو په شان په هر غم او درد کې له یو بل سره شریک شی، متأسفانه ټولو په یوه او بل پسې را اخیستې ده او پدې توګه یې د نړۍ کفارو ته زمینه برابره کړې تر څو د دوی په مینځ کې د نفاق تخم وشیندی او د دښمنۍ اور ته پکه ووهی.

مونږ ولیدل چې د روسیې حکومت د مسکو د موسیقۍ پر محفل بریدکوونکی چې ځانونه یې د داعش ډلې غړی معرفی کړی وو، د استخباراتی معلوماتو پر مټ تر پېښې ډېر ژر وروسته ونیول او محکمې ته یې وړاندې کړل، په افغانستان کې هم ولس توقع لری چې دلته د ډله ییزو بریدونو ترسره کونکی همداسې ونیول شی، نه یوازې څېرې یې خلکو ته په ډاګه شی، بلکې په راتلونکې کې د دا ډول وحشیانه بریدونو مخه هم دلته په مناسبو تدبیرونو بنده کړای شی.

کله چې متأسفانه په اسلامی نړۍ کې د حاکمې بې اتفاقۍ او ځان ځانۍ له امله نشو کولای د اسلامی امت او اسلامی نړۍ تېر برم او عظمت ته ورسېږی، بیا نو شاید د حل لاره همدا وی چې د اسلامی هېوادو واکمن چارواکی د خپلو هېوادو او خپلو ولسونو د امنیت او هوساینې په موخه ځان ته تدبیر ولری او پرېنږدی ولسونه یې د پردیو استعمارګرو د شومو موخو ښکار شی.”پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.