کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرېس ته وړاندیز کړی، چې په راتلونکی سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوی.
په دغه درې میاشتنی راپور کې چې پرون رسنیو ته لېږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلی.
په ۲۰۲۱ کې د اوسنی افغان حکومت له واکمنېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې شوې بودیجه د سیګار د وروستی راپور په اساس ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶.۶۸ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ په سپټمبر کې یوازې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.
سیګار د خپل کار د پای ته رسولو د وړاندیز عمده هدف د پیسو سپمول ښودلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ