معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / سیګار او په افغانستان کې یې د ماموریت پای!

سیګار او په افغانستان کې یې د ماموریت پای!

د رسنیزو راپورونو تر مخه، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر یا “سیګار” د دغه هېواد کانګرس ته وړاندیز کړی ترڅو له افغانستان سره دې د امریکا د مرستو کمېدو ته په کتو سره دې په دغه هېواد کې دې د خپلې څارنې دغه ماموریت نور پای ته ورسوي؛ ځکه د دوی په خبره دلته په افغانستان کې درې کاله وړاندې د نظام تر بدلون وروسته د بشري مرستو برخه کې شته محدودیتونه لا پراخ شوي او دا کار د دوی په خبره د دې لامل شوی چې د بشري مرستو لږ ترلږه ۸۳ پروګرامونه وتړل شي.

د یادونې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي “ټام وېسټ” د دندې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه څوک ندي ګومارلي او دا دی اوس ورپسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې اداره هم وايي چې د امریکا د بودجې د مدیریت دفتر ته يې وړاندیز کړی ترڅو د دغه بنسټ فعالیت د راتلونکي زېږدیز کال په سپټمبر کې ودرول شي. همدارنګه په دغه راپور کې دا سپارښتنه هم شوې چې له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته به د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره( یوایس آی ډي) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا مرستې څاري.

بل اړخ ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د څارونکي د ځانګړې ادارې فعالیتونو د ودرېدو خبرونه په داسې حال کې خپرېږي چې په امریکا کې تر ټولټاکنو وروسته د دغه هېواد د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند ډونالد ټرامپ بریا تر لاسه کړې او شاید د سیمې او نړۍ د ګڼو نورو کشالو په څېر دلته د افغانستان په اړه هم یو شمېر پلانونه او پروګرامونه ولري.

د افغانستان لپاره د سیګار یا د افغانستان سره د مرستو د ځانګړي پلټونکي اداره که څه هم دلته خاص اثر نه درلود او شاید ګڼو افغانانو ته به یې دلته شتون یا نه شتون هم ډېر جوت نه وي، خو دغې ادارې په تېره څه موده کې او په تېره بیا دلته د امریکا د پوځي او ملکي حضور په دوران د افغانانو په نامه د امریکا د مرستو په اړه ځیني داسې حقایق هم را په ډاګه کړل چې له ورایه یې دلته د امریکا او لویدیځ والو شوم نیتونه او شومې موخې په ډاګه کولې.

“سیګار “اداره په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې وه او تر دې دمه یې په افغانستان کې د امریکایي مرستو د څرنګوالي په تړاو د شته فساد په اړه څو راپورونه هم خپاره شوي دي چې نه یوازې د دغه مرستو په تړاو د افغانستان د تېرو څو حکومتونو شته فساد او درغلۍ په ډاګه کړې، بلکې آن کله ناکله یې د دغه مرستو په تړاو په خپله په امریکایانو کې شته فساد او درغلي هم په ډاګه کوله.

اوس که راشو دې ته چې د دغې ادارې بندیدل به له افغانانو سره د مرستو پر لړۍ څه اغېز ولري، ځان ته یوه اوږده بحث ته اړتیا لري چې شاید د دې کرښو له توان څخه بهر وي، خو په ټوله کې ویلای شو چې دا یوازې یوه ځانګړي څارګره اداره وه چې څار یې هم تر دې دمه کومه خاصه پایله نده درلودلې او غوره ده چې ووایو د دغه ډول ادارو څار یا نه څار د مظلومو او جګړه ځپلیو افغانانو لپاره نه کومه ګټه درلوده او نه به یې په دغه بندیدل کوم خاص اغېز ولري.

بل اړخ ته که وګورو افغانستان ته د امریکایانو او نورو لویدیځوالو له راتلو سره دلته په هر اړخ کې فساد او درغلیو لړۍ هم پراخه شوه او جوته خبره ده چې د دغه فساد او درغلیو په رواجولو کې پر کورنیو مفسدینو سربېره د دوی بهرنیو ملاتړو هم څرګند لاس درلود چې د ټولو تفصیلي یادونه به د دې کرښو له توان څخه بهر وي.

اوس د فساد او درغلیو پدې لړۍ کې چې وران افغانستان ته د امریکا او نورو لویدیځوالو سوغات ګڼل کېږي، د سیګار په نامه د امریکایانو دغه څارګره اداره هم په طبیعي ډول له لاس درلودلو پرته نشي پاتې کیدای، له همدې امله هم ویلای شو چې پر عامو افغانانو به د غه څارګرې ادارې د بندیدو کومه ځانګړې پایله ترسترګو نشي او نه به یې هم بندیدل عامو افغان وګړو ته کومه د پاملرنې وړ خبره وي.”والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس