د رسنیزو راپورونو تر مخه، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی څارونکی دفتر یا “سیګار” د دغه هېواد کانګرس ته وړاندیز کړی ترڅو له افغانستان سره دې د امریکا د مرستو کمېدو ته په کتو سره دې په دغه هېواد کې دې د خپلې څارنې دغه ماموریت نور پای ته ورسوی؛ ځکه د دوی په خبره دلته په افغانستان کې درې کاله وړاندې د نظام تر بدلون وروسته د بشری مرستو برخه کې شته محدودیتونه لا پراخ شوی او دا کار د دوی په خبره د دې لامل شوی چې د بشری مرستو لږ ترلږه ۸۳ پروګرامونه وتړل شی.
د یادونې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازی “ټام وېسټ” د دندې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازی په توګه څوک ندی ګومارلی او دا دی اوس ورپسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې اداره هم وایی چې د امریکا د بودجې د مدیریت دفتر ته یې وړاندیز کړی ترڅو د دغه بنسټ فعالیت د راتلونکی زېږدیز کال په سپټمبر کې ودرول شی. همدارنګه په دغه راپور کې دا سپارښتنه هم شوې چې له ۲۰۲۶ مالی کال وروسته به د امریکا نړیواله پرمختیایی اداره( یوایس آی ډی) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا مرستې څاری.
بل اړخ ته د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازی او د څارونکی د ځانګړې ادارې فعالیتونو د ودرېدو خبرونه په داسې حال کې خپرېږی چې په امریکا کې تر ټولټاکنو وروسته د دغه هېواد د جمهوریت غوښتونکی ګوند نوماند ډونالد ټرامپ بریا تر لاسه کړې او شاید د سیمې او نړۍ د ګڼو نورو کشالو په څېر دلته د افغانستان په اړه هم یو شمېر پلانونه او پروګرامونه ولری.
د افغانستان لپاره د سیګار یا د افغانستان سره د مرستو د ځانګړی پلټونکی اداره که څه هم دلته خاص اثر نه درلود او شاید ګڼو افغانانو ته به یې دلته شتون یا نه شتون هم ډېر جوت نه وی، خو دغې ادارې په تېره څه موده کې او په تېره بیا دلته د امریکا د پوځی او ملکی حضور په دوران د افغانانو په نامه د امریکا د مرستو په اړه ځینی داسې حقایق هم را په ډاګه کړل چې له ورایه یې دلته د امریکا او لویدیځ والو شوم نیتونه او شومې موخې په ډاګه کولې.
“سیګار “اداره په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې وه او تر دې دمه یې په افغانستان کې د امریکایی مرستو د څرنګوالی په تړاو د شته فساد په اړه څو راپورونه هم خپاره شوی دی چې نه یوازې د دغه مرستو په تړاو د افغانستان د تېرو څو حکومتونو شته فساد او درغلۍ په ډاګه کړې، بلکې آن کله ناکله یې د دغه مرستو په تړاو په خپله په امریکایانو کې شته فساد او درغلی هم په ډاګه کوله.
اوس که راشو دې ته چې د دغې ادارې بندیدل به له افغانانو سره د مرستو پر لړۍ څه اغېز ولری، ځان ته یوه اوږده بحث ته اړتیا لری چې شاید د دې کرښو له توان څخه بهر وی، خو په ټوله کې ویلای شو چې دا یوازې یوه ځانګړی څارګره اداره وه چې څار یې هم تر دې دمه کومه خاصه پایله نده درلودلې او غوره ده چې ووایو د دغه ډول ادارو څار یا نه څار د مظلومو او جګړه ځپلیو افغانانو لپاره نه کومه ګټه درلوده او نه به یې په دغه بندیدل کوم خاص اغېز ولری.
بل اړخ ته که وګورو افغانستان ته د امریکایانو او نورو لویدیځوالو له راتلو سره دلته په هر اړخ کې فساد او درغلیو لړۍ هم پراخه شوه او جوته خبره ده چې د دغه فساد او درغلیو په رواجولو کې پر کورنیو مفسدینو سربېره د دوی بهرنیو ملاتړو هم څرګند لاس درلود چې د ټولو تفصیلی یادونه به د دې کرښو له توان څخه بهر وی.
اوس د فساد او درغلیو پدې لړۍ کې چې وران افغانستان ته د امریکا او نورو لویدیځوالو سوغات ګڼل کېږی، د سیګار په نامه د امریکایانو دغه څارګره اداره هم په طبیعی ډول له لاس درلودلو پرته نشی پاتې کیدای، له همدې امله هم ویلای شو چې پر عامو افغانانو به د غه څارګرې ادارې د بندیدو کومه ځانګړې پایله ترسترګو نشی او نه به یې هم بندیدل عامو افغان وګړو ته کومه د پاملرنې وړ خبره وی.”والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ