سیګار د تېر حکومت د پرځېدو لاملونه په ډاګه کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی مفتش یا سیګار د خپلو تازه موندنو په پایله کې چې د پخوانی حکومت له څه باندې ۴۰ پخوانیو نظامی او سیاسیی چارواکو سره مرکې شوی، د تېر جمهوریت د سقوط کېدو لاملونه د محمد اشرف غنی ناسمې پرېکړې، د دوحې تړون او پر بهرنیو ځواکونو ډېره تکیه د تېر افغان پوځ د سقوط اصلی لاملونه ګڼلی.
په دغو موندنو کې د جمهوری نظام په وروستیو دوو کلونو کې د امنیتی ځواکونو په وضعیت ډېر تمرکز شوی دی.
سیګار ویلی، د غنی او عبدالله ترمنځ ناسالم رقابت، د بایډن له لوری د بهرنیو پوځیانو د وېستلو پرېکړه، د محمد اشرف غنی له لوری په امریکا او امنیتی ځواکونو د بې باورۍ ډېرېدل او په وروستیو کې د امنیتی ادارو ترمنځ پراخ بدلونونه هغه څه و، چې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو یووالی او مورال یې کمزوری او په نهایت کې یې د ط.البانو پر ضد جګړه کې نا توانه کړل.
د سیګار دغه څېړنیز راپور په اړه تر اوسه د پخوانی حکومت لوړپوړو چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.