کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدو ایالتونو دولتی ادارې له دوامداره تشو سره مخ وې.
په دې راپور کې چې “د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شی؟” تر سرلیک لاندې خپور شوی، راغلی چې د بهرنیو چارو وزارت، نړیوالې پراختیا ادارې او دفاع وزارت ته ډېر فرصتونه وو، چې اغېزمن بنسټونه جوړ کړی، خو لنډمهاله سیاسی فشارونو دا ناشونې کړې وه.
راپور زیاتوی، د پرسونل په ګمارنه، روزنه او ځای پر ځای کولو کې ستراتېژیکې نیمګړتیاوې د بیارغونې هڅې اغېزمنې کړې وې.
سیګار زیاته کړې، د ۲۰۰۱ کال د بن له کنفرانس څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر سقوط پورې افغانستان کې ۸۳۲ زره امریکایی پوځیان او په زرګونو ملکی کارکونکو د ۱۴۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د بیارغونې په هڅو کې برخه اخیستې وه، خو دغو هڅو په دوامدار ډول مطلوبې پایلې ونه لرلې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ