سېدآباد ولسوالۍ کې د ۳ لکه ډالرو په ارزښت د استنادی دېوال د جوړېدو پروژه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت سېدآباد ولسوالۍ شېرازی کلا په سیمه کې د سیندیزې حوزې ریاست له خوا FAO موسسې په مالی لګښت د آریانا حکمت شرکت له لوری د ۳ لکه امریکایی ډالرو په ارزښت استنادی دېوال پروژه پرانیستل شوه.
د میدان وردګو والی د پرانیستې په مراسمو کې ویلی، چې هڅه یې دا ده، څو د مرستندویه موسسو مسوولین په دغه ولایت کې رغنیزو پروژو پلې کېدو ته وهڅوی.
د سیندیزې حوزې رییس بیا خپلو خبرو کې ویلی، چې د ۳ لکه امریکایی ډالرو په ارزښت د سېد آباد ولسوالۍ کشمېری کلا سیمې اړوند ۴ کلیو کې استنادی دېوالونه رغول کیږی، چې نږدې ۱۸ سوه کسانو ته به د کار زمینه برابره او ۶ میاشتې وروسته به ګټه اخیستنې ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.