معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سېف د چلډرن له څو اونیو ځنډ وروسته بیا ځل افغانستان کې د خپل فعالیت د پیل خبر ورکړ

سېف د چلډرن له څو اونیو ځنډ وروسته بیا ځل افغانستان کې د خپل فعالیت د پیل خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د سرپرست افغان حکومت له لوري نادولتي موسسو کې د افغانو ښځو پر کار بندیز ولګېد، یو شمېر موسسو د اعتراض په ډول خپل فعالیتونه وځنډول.
اوس تازه د ماشومانو ژغورنې ادارې یا سېف د چېلډرن په یو خبر پاڼه کې ویلي، چې له څو اونیز ځنډ وروسته یې افغانستان کې بیا ځل د خپلو فعالیتونو د پیل هوډ کړی.
دوی زیاته کړې چې خپلې چارې به د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا بیا ځل مخته وړي.
دغې ادارې خبرپاڼه کې وړاندې ویلي، د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته يې د مرستندویه کارونو یوه وړه برخه فعاله کړې او پاتې نور کارونه به تر هغې ځنډېدلي وي، چې د ټولو ښځينه همکارانو د کار کولو ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، د افغانستان بشري ناورین لا نور په ژورېدو دی او د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دوی په څېر ادارې کار وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس