کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د سرپرست افغان حکومت له لوری نادولتی موسسو کې د افغانو ښځو پر کار بندیز ولګېد، یو شمېر موسسو د اعتراض په ډول خپل فعالیتونه وځنډول.
اوس تازه د ماشومانو ژغورنې ادارې یا سېف د چېلډرن په یو خبر پاڼه کې ویلی، چې له څو اونیز ځنډ وروسته یې افغانستان کې بیا ځل د خپلو فعالیتونو د پیل هوډ کړی.
دوی زیاته کړې چې خپلې چارې به د یو شمېر ښځینه کارکوونکو په ملتیا بیا ځل مخته وړی.
دغې ادارې خبرپاڼه کې وړاندې ویلی، د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته یې د مرستندویه کارونو یوه وړه برخه فعاله کړې او پاتې نور کارونه به تر هغې ځنډېدلی وی، چې د ټولو ښځینه همکارانو د کار کولو ډاډ یې نه وی ترلاسه کړی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلی، د افغانستان بشری ناورین لا نور په ژورېدو دی او د ښځو او ماشومانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دوی په څېر ادارې کار وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ