کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې د ترکیې په سویل ختیځو ښارونو کې چې د تېرې میاشتې زلزلې سخت ځپلی، اوس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې د ادیامان په یوه سیمه کې ۱۳۶ ملی متره باران شوی، چې له امله یې سېلابونه راوتلی دی.
مسوولین زیاتوی، چې د سېلابونو له کبله په کې ۱۴ تنه مړه شوی او یو شمېر نور لا هم ورک دی.
په مړو شویو کسانو کې هغه خلک هم شامل دی، چې له زلزلې روغ وتلی او په موقتی کېږدیو کې مېشت وو.
په دغې سیمې د فبرورۍ په شپږمه یوې زورورې زلزلې له ۴۸ زرو څخه د ډېرو کسانو ژوند واخېست او په لکونو نور کسان یې بې کوره کړل.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې تر اوسه د زلزلې له اغېزو سره د مبارزې چارې پرمخ بیایی، د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۴ نېټه ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ