سېلابونو په ننګرهار کې درې تنه ماشومان مړه کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د ننګرهار ولایتی چارواکو ویلی، چې په دې ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو خلکو ته د ګڼ مالی زیانونو ترڅنګ ځانی زیان هم اړولی دی.
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوی، چې د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې تېره شپه سختو سیلابونو درې تنه ماشومان مړه کړی او دوه تنه نور ورک دی.
چارواکو زیاته کړې، چې په دې ولسوالۍ کې سیلابونو د خلکو کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولی دی او دغه راز یو شمېر کورونه یې هم نړولی دی.
د سیمې اوسېدونکو له حکومت څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلی یې دی، چې حکومت او نور بنسټونه دې ژر تر ژره له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.