کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، چې سېلاب ځپلو سره د مرستو او هغوی ته د سرپناه د جوړولو لپاره دې مالیې وزارت افغانی او ډالری حسابونه پرانیزی.
د رییس الوزرا په یوه تازه حکم کې راغلی، چې د دغو حسابونو په پرانیستلو سره به د مرستو لپاره یو روڼ ادرس موجود وی او هم به اړمنو هېوادوالو ته په سمه توګه ورسول شی.
د دغه حکم له مخې به راټولې شوې مرستې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو په غړیتوب د یوې کمېټې له لارې د ریاست الوزرا مقام د هدایت اخیستلو څخه وروسته د تدارکاتی، بودیجوی، تخصیصاتی او تادیاتی مراحلو څخه پرته په یادو برخو کې وکارول شی.
دغه حکم کې دا راز له ټولو هېوادوالو ملی او نړیوال مرستندویه بنسټونه غوښتل شوی، چې خپلې مرستې د نوموړو حسابونو له لارې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ