کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د ترکیې هېواد د بشری مرستو لومړۍ جوپه د مزارشریف هوایی ډګر ته رسېدلې ده.
دغه ولایت کې د درملو او خوراکی توکو د ملی ادارې رییس وایی، په دغو مرستو کې ۷ ټنه درمل، ۱۵ ټنه خوراکی توکی او ۲ زره کمپلې شاملې دی، چې د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوی.
ترکیه په داسې مهال دغه مرستې رالیږی، چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی کسان ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ