کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د چینایي یلوریور شرکت له مسولینو سره شبرغان د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولېد پروژې په تړاو د همغږۍ ناسته کړې.
د خبر پر بنسټ د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یاد چینایي شرکت له مسوولینو سره شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د ارزونې په دې ناسته کې د چارو د چټکتیا او عملي پیل په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې د یاد شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړی او ټينګار یې کړی، چې ډېر ژر دې له کانونو او پټرولیم وزارت سره اړینه همغږي رامنځته او د پروژې عملي چارې دې ژر پيل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/