کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د چینایی یلوریور شرکت له مسولینو سره شبرغان د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولېد پروژې په تړاو د همغږۍ ناسته کړې.
د خبر پر بنسټ د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یاد چینایی شرکت له مسوولینو سره شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د ارزونې په دې ناسته کې د چارو د چټکتیا او عملی پیل په اړه خبرې کړې دی.
نوموړی د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې د یاد شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې ډېر ژر دې له کانونو او پټرولیم وزارت سره اړینه همغږی رامنځته او د پروژې عملی چارې دې ژر پیل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ