ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او مارچ ۱۵مه نېټه ده) د روغتیا نړیوال سازمان وایی، افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه هغه ماشومان د شری یا سرخکان په ضد واکسین شی چې عمرونه یې د ۶ میاشتو او ۵ کلونو ترمنځ دی.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شااوخوا ۹،۲۰۰ روغتیایی کارکوونکی د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې د واکسین دا بهیر مخته وړی.
د شری یا سرخکان د واکسین کمپاین د مارچ په ۱۲مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام کوی.
د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښیی چې د ۲۰۲۱ کال له پیله د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان کې د شری له ۴۸،۳۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوی او دې موده کې ۲۵۰ ماشومان په همدې ناروغۍ مړه شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وایی چې د شری ناروغۍ تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴۲ ماشومان مړه کړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په ټول افغانستان کې نږدې ۱۸ زره ماشومان په شری اخته شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې جلا په یو بل خبر کې ویلی چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د شری پر ضد واکسیناسیون په داسې حال کې پیل کړی چې دا ناروغی په شدت خپرېږی او د ماشومانو ژوند اخلی.
گهیځ