شل اوریز نړیوال جام کې نن درې لوبې ترسره کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن درې لوبې ترسره کیږی.

د خبر پر بنسټ، لومړۍ لوبه نن سهار په سی ګروپ کې د ویسټ اینډیز او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.

دوهمه لوبه د افغانستان په وخت ماښام ۷ بجې په ډی ګروپ کې د بنګلدېش او نیدرلنډ ترمنځ ده.

همداراز د انګلستان او عمان ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ نیمې بجې پیلیږی.

د یادولو وړ ده، چې سبا به د افغان کرکټ لوبډله هم له پاپونیوګینې سره مخامخ شی.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې یوګنډا او نیوزیلنډ ته په لوی توپیر ماتې ورکړې او تر دې دمه نه یوازې د خپل ګروپ د جدول په سر کې ځای لری؛ بلکې د لوړو نمرو په درلودلو سره تر ټولو لوړ ځای لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.