شمالی وزیرستان کې د پوځ پر مرکز برید کې ۲۴ پوځیانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د ځایی چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د شمالی وزیرستان په میرلی سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز شوی برید کې اووه پوځیان وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دی.

دغه برید چې لومړی د موټر بم په کولو سره پیل شو، ترې وروسته پر ځان وژونکو واسکټونو سمبال شپږ تنه پوځی ودانۍ ته په ننوتلو کې له پوځیانو سره لومړی نښته ترسره کړه او بیا یې ځانونو پورې تړل شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنې ورکړې.

د ځایی چارواکو په خبره برید کې د پوځی ودانۍ ډېره برخه نړېدلې ده.

ځایی خلکو ویلی، چې د زورورو چاودنو له امله د دوی د کورونو دروازې لړزېدلی او د کړکیو هیندارې یې ماتې شوی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری او لومړی وزیر شهباز شریف دا برید غندلې او د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړې.

د پاکستانی طـ.ـالـ.ـبانو تحـ.ـریک کې د حافظ ګل بهادر ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې ګڼو پوځیانو ته یې په کې مرګ – ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پر حکومتی او پوځی چارواکو باندې دې وروستیو میاشتو کې بریدونه زیات شوې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.