معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شمال زون کې د تېرو دوو کلونو پرمهال نږدې دوه نیم زره نظامي وسایل ترمیم شوي

شمال زون کې د تېرو دوو کلونو پرمهال نږدې دوه نیم زره نظامي وسایل ترمیم شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو درستیز په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د اوسني حکومت له حاکمېدو وروسته یوازې شمال زون کې د الفتح قول اردو تخنیکې پرسونل او انجینرانو په هلو – ځلو ۲ زره ۴۳۲ نظامي وسايط بیا ترميم او رغول شوي دي.
د خبر پر بنسټ، ۴۷۵ مختلف ډولونه اسلحې هم ترميم او جوړې شوي دي.
د یاد قول اردو د درستيزوال په وينا د مخابرې، صحې، تخنیکې، تعلیم او تربیه برخه کې هم لږ تر لږه ۵ زره ۵ سوه کسان روزل شوي چې اوس مهال په خپلو دندو بوخت دي.
۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ په بلخ ولايت کې شتون لري او د پنځو شمالي ولايتونو په ګډون په لارو پرتو سيمو کې کنډکونه او پوستې لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس