شمال زون کې د تېرو دوو کلونو پرمهال نږدې دوه نیم زره نظامی وسایل ترمیم شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو درستیز په یوه خبری کنفرانس کې وویل، چې د اوسنی حکومت له حاکمېدو وروسته یوازې شمال زون کې د الفتح قول اردو تخنیکې پرسونل او انجینرانو په هلو – ځلو ۲ زره ۴۳۲ نظامی وسایط بیا ترمیم او رغول شوی دی.
د خبر پر بنسټ، ۴۷۵ مختلف ډولونه اسلحې هم ترمیم او جوړې شوی دی.
د یاد قول اردو د درستیزوال په وینا د مخابرې، صحې، تخنیکې، تعلیم او تربیه برخه کې هم لږ تر لږه ۵ زره ۵ سوه کسان روزل شوی چې اوس مهال په خپلو دندو بوخت دی.
۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ په بلخ ولایت کې شتون لری او د پنځو شمالی ولایتونو په ګډون په لارو پرتو سیمو کې کنډکونه او پوستې لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.