شهباز شریف د عمران خان د خوشې کولو پر پرېکړې سختې نیوکې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۴ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د پخوانی لومړی وزیر عمران د خوشې کېدو په غبرګون کې پر سترې محکمې سختې نیوکې کړې دی.
د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې، شهباز شریف ځکه پر سترې محکمې نیوکې کړی، چې پرون یې د عمران خان د خوشې کېدو پرېکړه کړې او د هغه نیول کېدل یې غیر قانونی بللی دی.
نوموړی پرون د کابینې غونډې ته ویلی چې د بنګلدېش تر بېلېدو وروسته د مې میاشتې نهمه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وه.
د محکمې د پرېکړې پر اساس به تر راتلونکې چهارشنبې پورې عمران خان په هېڅ ډول قضیه کې نه بندی کیږی.
عمران خان د تېرې سه‌ شنبې په ورځ اسلام‌آباد کې امنیتی ځواکونو ونیو، خو د عمران خان پلویانو په پاکستان کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه وکړل چې په پایله کې یې یو شمېر پوځی تاسیسات هم ویجاړ شول.
شهباز شریف همدا راز د عمران خان د ګوند د ټولو هغو پلویانو د نیولو امر کړی، چې تېرو ورځو کې یې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه ترسره کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.