معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / شهباز شریف وایي، تحریک انصاف ګوند د پاکستان پوځ پر ضد تبلیغات کوي

شهباز شریف وایي، تحریک انصاف ګوند د پاکستان پوځ پر ضد تبلیغات کوي

کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند باندې تور پورې کړ، چې د هېواد او پوځ پر ضد کمپاین کوي.

تر دې خبرو دوه وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په یوه خبرې غونډه کې د دوی پرضد کمپاین ته د ډیجیټل ترورېزم نوم ورکړ او زیاته یې کړه چې دا کسان د ترهګرو په څېر پوځ په نښه کوي.

د پوځ د دې ادعا په اړه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندانه په خپاره کړي پيغام کې ویلي، چې د پاکستان نوي سلنه خلک د دوی له ګوند سره دي او دغو ټولو ته د ډیجیټل ترهګرو خطاب د پوځ او عامه خلکو ترمنځ واټن زیاتوي او د کرکي د خپرېدو سبب کیږي.

عمران خان له پاکستانه د بنګلدېش بېلېدو ته په اشارې ویلي، چې په ۱۹۷۰ کلونو کې هم پوځ د ولس د یوې لویې برخې پرضد عملیات کړي وو، چې بدې پایلې یې درلودې، نو که اوس هم د هېواد یوې لویې برخې ته ترهګر وویل شي، پایلې به یې خطرناکه وي.

ــــــــــــــ

گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس