شهباز شریف وایی، تحریک انصاف ګوند د پاکستان پوځ پر ضد تبلیغات کوی

کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند باندې تور پورې کړ، چې د هېواد او پوځ پر ضد کمپاین کوی.

تر دې خبرو دوه وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدری په یوه خبرې غونډه کې د دوی پرضد کمپاین ته د ډیجیټل ترورېزم نوم ورکړ او زیاته یې کړه چې دا کسان د ترهګرو په څېر پوځ په نښه کوی.

د پوځ د دې ادعا په اړه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندانه په خپاره کړی پیغام کې ویلی، چې د پاکستان نوی سلنه خلک د دوی له ګوند سره دی او دغو ټولو ته د ډیجیټل ترهګرو خطاب د پوځ او عامه خلکو ترمنځ واټن زیاتوی او د کرکی د خپرېدو سبب کیږی.

عمران خان له پاکستانه د بنګلدېش بېلېدو ته په اشارې ویلی، چې په ۱۹۷۰ کلونو کې هم پوځ د ولس د یوې لویې برخې پرضد عملیات کړی وو، چې بدې پایلې یې درلودې، نو که اوس هم د هېواد یوې لویې برخې ته ترهګر وویل شی، پایلې به یې خطرناکه وی.

ــــــــــــــ

گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.