معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شهباز شریف په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي

شهباز شریف په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو په خواله راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د راتلونکې سې شنبه په ورځ د دوه ورځو رسمي سفر په ترڅ کې تاجکستان ته لاړ شي.

د تاجکستاني رسنیو هم لیکلي، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ترسره شي.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري.

د تاجکستان ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ له شهباز شریف سره په ټېلیفوني خبرو کې دوشنبې ته د هغه د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو.

تاجکستان ته د شهباز شریف تر سفر مخکې د دوشنبې او اسلام آباد ترمنځ مستقیمې الوتنې پرون پیل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس