کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی رسنیو د خپلو چارواکو په خواله راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د راتلونکې سې شنبه په ورځ د دوه ورځو رسمی سفر په ترڅ کې تاجکستان ته لاړ شی.
د تاجکستانی رسنیو هم لیکلی، چې دغه سفر به د تاجکستان د ولسمشر امام علی رحمان په بلنه ترسره شی.
د تاجکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان او نورو چارواکو سره وګوری.
د تاجکستان ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ له شهباز شریف سره په ټېلیفونی خبرو کې دوشنبې ته د هغه د سفر په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو.
تاجکستان ته د شهباز شریف تر سفر مخکې د دوشنبې او اسلام آباد ترمنځ مستقیمې الوتنې پرون پیل شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ