معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / صره صلیب افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۱۶ امبولانسونه ورکړل

صره صلیب افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۱۶ امبولانسونه ورکړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د ۱۶ امبولانسونو مرسته وشوه او د ۲۲ نورو د ورکړې ژمنه یې وکړه.

د خبر پر بنسټ، د دغې ټولنې رییس د ۱۶ امبولانسونو د سپارلو مراسمو کې له ټولو خېریه او مرستندویو بنسټونو څخه د بشري مرستو له امله مننه کړې او پرې غږ یې کړی چې په دغو حساسو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

خبر زیاتوي، د افغاني سرې میاشتې رییس ویلي، چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خېریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خوراکي توکو مرسته هم کړې، څو پر ۵۵۰۰ هغو افغان کورنیو ووېشل شي، چې له ګاونډیو ملکونو څخه تازه هېواد ته راستنیږي.

د یادو مراسمو پرمهال په عملیاتي چارو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ژمنه وکړه، چې دغه کمېټه به ډېر ژر ۲۲ نور امبولانسونه هم دغې ټولنې ته وسپاري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس