کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانی سرې میاشتې ټولنې ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوری د ۱۶ امبولانسونو مرسته وشوه او د ۲۲ نورو د ورکړې ژمنه یې وکړه.
د خبر پر بنسټ، د دغې ټولنې رییس د ۱۶ امبولانسونو د سپارلو مراسمو کې له ټولو خېریه او مرستندویو بنسټونو څخه د بشری مرستو له امله مننه کړې او پرې غږ یې کړی چې په دغو حساسو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړی.
خبر زیاتوی، د افغانی سرې میاشتې رییس ویلی، چې د سعودی عربستان د ملک سلمان خېریه بنسټ له افغانی سرې میاشتې ټولنې سره د خوراکی توکو مرسته هم کړې، څو پر ۵۵۰۰ هغو افغان کورنیو ووېشل شی، چې له ګاونډیو ملکونو څخه تازه هېواد ته راستنیږی.
د یادو مراسمو پرمهال په عملیاتی چارو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستیال ژمنه وکړه، چې دغه کمېټه به ډېر ژر ۲۲ نور امبولانسونه هم دغې ټولنې ته وسپاری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ