کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پرېکړې له مخې کاپيسا، پکتيا او خوست ولایت د روغتيايي علومو دولتي انستيتیوتونو او د بدخشان د قابلګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پيل شوې، چې له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې وي.
د دې دغه پريکړې له مخې د کاپيسا، پروان، پنجشېر، مېدان وردګو، غزني، پکتيکا، لوګر، خوست، بدخشان، باميانو او پکتيکا ولايتونو له ۱۲ ټولګي څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شي.
د عامې روغتیا وزارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د يوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲ ټولګي فارغې شوې نجونې روغتیایي انستیتیوتونو کې جذب کړي او د ياد وزارت له لوري دغو ولايتونو ته په همدې موخه پلاوي هم استول شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/