طبی انسټیټوټونو ته له ۱۲ ټولګیو د فارغو نجونو د جذب لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د پرېکړې له مخې کاپیسا، پکتیا او خوست ولایت د روغتیایی علومو دولتی انستیتیوتونو او د بدخشان د قابلګۍ څانګې ته د هغو نجونو د شاملېدو لړۍ پیل شوې، چې له ۱۲ ټولګی څخه فارغې شوې وی.

د دې دغه پریکړې له مخې د کاپیسا، پروان، پنجشېر، مېدان وردګو، غزنی، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیانو او پکتیکا ولایتونو له ۱۲ ټولګی څخه فارغې شوې نجونې نوم لیکنه کولای شی‌.

د عامې روغتیا وزارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته د یوه مکتوب له لارې لارښوونه کړې، چې له ۱۲ ټولګی فارغې شوې نجونې روغتیایی انستیتیوتونو کې جذب کړی او د یاد وزارت له لوری دغو ولایتونو ته په همدې موخه پلاوی هم استول شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.