عامې روغتیا وزارت سره د ترکیې هېواد د څه باندې ۲۰ ټنه درملو او بېلابېلو طبی وسایلو مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویلی، چې د ترکیې له لوری له دغه وزارت سره د څه باندې ۲۰ ټنه درملو او بېلابېلو طبی وسایلو مرسته ترسره شوه.
د خبر پر بنسټ دغې وزارت ویلی، چې په دې ۲۱ تڼه مرستو کې درمل، د عملیات خونو استرېل ماشینونه، را‌ډیوګرافۍ کسېټونه، د اکسرې ماشینونه او د اکسیجن لومړنی وسایلو ترڅنګ ګڼ نور بېلابېل طبی توکی او وسایل شامل دی.
یاد وزارت د ترکیې هېواد له دغې مرستې مننه کړې او له نورې نړۍ یې هم غوښتنه کړې، چې د افغانستان له طبی برخې سره د خپلې همکارۍ هڅې پراخې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.