عباس ستانکزی د وارداتی برېښنا په اړه له ازبکستانی لوری سره ټلفونی خبرې کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۶):
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتی برېښنا په لېږد کې د ستونزو په اړه ټلیفونی خبرې کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایی، په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال له ازبک لوری غوښتی چې د وارداتی برېښنا کچه هغې اندازې ته ورسوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې وار د مخه هوکړه شوې ده.
د دوی په خبره عصمت الله ایرګاشوف هم یاده ستونزه منلې او زیاته کړې یې ده چې په دې تړاو یې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړی او هغوی د یادې ستونزې لامل په ازبکستان کې د سړې هوا په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او هم ځینې تخنیکی ستونزې یادې کړی دی.
ایرګاشوف ویلی، چې د دوی د هڅو په پایله کې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه شوې ده او هڅه کوی چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا زیاته شی.
دغه ټیلفونی خبرې په داسې حال کې کیږی چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کابل په ګډون ۱۱ نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.