معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عباس ستانکزي یو وار بیا هېواد کې د نجونو د تعلیم پر پیل ټینګار وکړ

عباس ستانکزي یو وار بیا هېواد کې د نجونو د تعلیم پر پیل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ څخه دلیدنې پر مهال بیا ځل ټینګار کړی، چې د علم دروازې باید د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ ونه تړل شي.
هغه زیاته کړې چې په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دي.
ستانکزی وايي، دی او ملګري یې هڅه کوي چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زده‌ کړو دروازې پرانیستل شي. د نوموړي په وینا په همدې لړ کې یې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره تل خبرې کړې او په خبره یې د نجونو پر مخ د افغانستان تعلیمي ادارو تړل شویو دراوزو پرېکړه لنډمهالې ده.
شېر محمد عباس ستانکزي څو وار وړاندې هم هېواد کې د نجونو د تعلیم پر پیل ټینګار کړی و، خو د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري تر دا مهاله د نجونو پر مخ له اووم ټولګي پورته ټولګي نه دي پرانیستل شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس